انګرېزې پولیسې زما د خبریالۍ کارت کتلو نه وروسته د شپږو مړو سر ته ودرولم. په رنګا رنګ پتلونونو او کمیسونو کې ایښي وو. د مخونو رنګ یې شین بخون شوی و. نه پوهېدلم چې افغانان پکې څو دي. وو خو خود پکې، ځکه چې هر ځای ټکه پرېوځي، د افغان سر ته سمېږي. ما خپل کامره مېن ته وویل چې له لرې د جسدونو عکسونه واخلي. د دوی کښتي تېر ماښام د برېتانیا انګرېز تنګي ته څېرمه سمندر کې ډوبه شوې وه. شاوخوا ۶۵ تنه پکې سپاره وو. دوه لا هم تری تم وو. شپږ مړه او پاتې نور برېتانوي او فرانسوي پولیسو رایستلي وو. تر ما په ونه جګه انګرېزه پولیسه مې وپوښتله چې مړو کې افغانان هم شته؟ راته څک شوه، له خپل سر سره یې ورمېږ شا ته کش کړ، وایي، دا شپږ واړه افغانان دي… لکه چا پېغور راکړی وي، سترګې مې ترې ژر د مړو خوا ته واړولې. څومره په اسانه یې وویل، “دا شپږ واړه افغانان دي”. زه یې مخونو ته ګورم او زړه کې همدا خبرې راګرځي چې پرون ماښام به یې کور ته زنګونه کړي وي چې ادې! سبا لندن ته رسېږم، دعا کوه. پلاره! بس برېتانیا ته مې اوښتی بوله، افغانۍ نه، پاونډو کې دې پټوم، پاونډو کې. خورې! لندن نه به داسې جوړې درلېږم چې خسرګنۍ به دې په خوب کې هم نه وي لیدلې. ښځې! زړه مه خوره، چې څنګه قبول شوم، تاسې ټول راغواړم. تره زو! همدا فاینل ګېم دی، پور دې درخلاصوم، بیا په ما غږ کوه بچای… پولیسې د یوه مړي بټوه راته ونیوه. د افغانستان الېکترونکي تذکره پکې وه. ویلې که رپوټ ته دې یې عکس په کارېږي. عکس ته ځیر شوم. د هلک پر ټنډه وړوکی شین خال ښکارېده. ښایي د مور به یې اولادونه نه پایېدل. ځینو کلو کې چې د کومې ښځې اولاد نه پایي نو پر تندي یې خال ږدي. دی بېچاره همدومره وپایېد. شاید د مور به یې په خوا خاطر کې هم نه وو چې د دې وهلی خال به له افغانستانه زرګونه کیلومتره لرې د فرانسې او برېتانیا د سمندرونو خوراک کېږي. د داسې شپږو میندو د زړه ټوټې زما په مخ کې ایښې وې خو کورنۍ یې لندن ته د رسېدو زنګ ته په تمه وې…
0 Comments