ما ته لۀ جنته کابل ښکلے دے
(فردوس خان صميم او فرهاد خان همت ته ډالۍ)
امجد شهزاد
/
داسې چې مست مست پۀ ټوله لار يمه
دا چې بې نشې خمار خمار يمه
روح مې پکښې خدائيګو خوبولے دے
ما ته لۀ جنته کابل ښکلے دے
/
هر بازار ئې ځانله ځانله خوند لري
شور لري، مستي لري اؤ ژوند لري
سم پرې چا دَ مينې رنګ شيندلے دے
ما ته لۀ جنته کابل ښکلے دے
/
بيا دَ قرغې يخې هواګانې دي
بيا دَ ماه جبينو اداګانې دي
يو بل ئې پۀ سرو ګُلو ويشتلے دے
ما ته لۀ جنته کابل ښکلے دے
/
هر ښکلے سيالي کړي دَ جهان سره
هر نظر مې زړۀ اوړي دَ ځان سره
هر انداز ئې څومره نازولے دے
ما ته لۀ جنته کابل ښکلے دے
/
دا چې داسې مسته زندګي لري
دا لکه ګلاب چې تازګي لري
ما پۀ خپلو وينو لمبولے دے
ما ته لۀ جنته کابل ښکلے دے
/
دا دَ ښائستوو نازنينو ښار
دا دَ ګُلورينو ماه جبينو ښار
زړۀ پکښې امجد ځکه بائللے دے
ما ته لۀ جنته کابل ښکلے دے
/
٢٤ اپرېل ٢٠١٠
قصرِ پاريس کابل، افغانستان
0 Comments